سيکو د نواک جوکوويچ نوے ګړي شريک وال جوړ شوے دے

ملبورن، استراليا، لسمه جنوري ۲۰۱۴/ميډيا نيټ انترنيشنل ، ايشيا نيټ/ ايشيا نيټ پاکستان — نن پہ ملبورن کښے دَ استراليا اوپن په موقع سيکو دَ نواک جوکوويچ سره خپل شراکت شروع کوي۔ شينجي هتارو، څوک چه دَ سيکو واچ کارپوريشن ستر مشردي په دے اعلان باندے فخر محسوس کوي او په خپل لاس نواک ته يو سيکو استرن جي پي ايس سولر ګړي وړاندے کوي کوم چه د دوي په مينځ کښے د دے درے کليزه نړي وال شراکت علامت دے۔

دَ ښه معيار والا فوټيج او عکسونو لپاره لانديني ملټي ميډيا نيوز ريليز ته لاړ شي۔

http://medianet.multimediarelease.com.au/bundles/03767659-a6da-4b28-b6ce-ea6adb9aa414

”مونږ ډير خوشحاله يو چه نواک سيکو و ټاکله او مونږ په دے ډير عزت مند يو اور فخر محسوس کوو چه مونږ دَ راتلونکو درے کالو دپاره دا شراکت کړے دے۔ مونږ دَ نواک دَ کردار ستائنے سره سره دَ هغوي د شخصيت هم قدرمند يوو کوم چه ډير وسيع دے۔ مونږ دا نواک په ميچونو ګټلو کښے د هغوي مرسته نه شو کولے خو مونږ د ژوند په نورو اړخونو کښے دَ هغوي د وخت انتظام کولے شو“ دا خبرے دَ سيکو واچ کارپوريشن ستر مشر شنجي هتوري کړي دي۔

د نواک دَ ۲۰۱۴ د ګړو انتخاب د دے شراکت يو بل اړخ راوړاندے کوي کوم چي دَ نواک او سيکو دوانړو دپاره ډير اهم دے۔ دوانړه دَ خپل ماحول د تحفظ جذبه لري او د نواک چوائس ( ټاکلے) ګري د دے جذبے ښه عکاسي کوي۔

دَ سيکو استرن صرف د پاور لائټ استعمال کوي، او سپورټوره کرونوګراف له د بيټري نه فري مرکري پاور ورکوي کومه چه د سيکو د ګړو نه ”بغير د بيټرے د بدلون” والا ګري جوړوي۔

سيکو نن دَ نواک جوکوويچ دَ غير مرعاتي ماشومانو لپاره خيراتي تنظيم نواک جوکوويچ فاونډيشن کښے د هغوي د مرستے اعلان هم کوي۔ سيکو د دے فاونډيشن او دَ هغے په کارونو کښے د اقتصادي مرسته کولو باندے خوشي محسوس کوي خو د دے نه زياته ښه خبره دا ده چه سيکو په نړي کښے د بدلون راوستو لپاره دَ دے فاونډيشن په مخکښے کولو کښے دَ نواک مرتسه کوي۔ په دے لړ کښے سيکو د ځوانانو لپاره يوه داسے کم نرخه  ګړي جوړه کړے ده په کوم چه به د فاونډيشن نوم او پيغام ليکلے شوے وي۔

دا ګړے په د لورس برانډ د نوم تر لاندے خرسيدے شي او د ستمبر ۲۰۱۴ نه وړاندے به دَ نړي په هر غټ مارکېټ کښے موندے شي۔

Visit http://www.seikowatches.com

پي آر رابطه: اډريان فالک
612-9388-033 +
afalk@believeadvertising.com

ذريعه: سيکو

Leave a Reply